کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه
په جوزجان ولايت کې د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوا د څه دپاسه دوو ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو يو کانال جوړيږي .
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس ته خبر ورکړ: د اوبو دغه کانال د جوزجان ولايت په شبرغان ښارکې د ولسي تړون د ملي پروګرام له لوري د دوو ميليونو او ۲۰۰ زرو افغانيو په لګښت د درېيو کيلومترو په اوږدوالي جوړيږي .
د دغې پروژې د کار په بشپړيدو سره ۱۰۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبيږي او ١٨٣ کورنۍ به د هغې له اسانتياوو څخه استفاده وکړي.
ختم_ ج _ اکرم