اقتصاد

دمالیې وزیر په افغانستان کې د نړیوال بانک له رئیس باب سام سره وکتل

کابل   باختر د کب د مياشتې  ٥ 
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د کب د میاشتې په ۴ مه د خپل کار په دفتر کې د افغانستان له پاره د نړیوال بانک له رئیس ښاغلي روبرټ باب سام سره وکتل. دواړو لوریو د پروژو پر لومړیتوبونو، د بودجې په اجرا کیدو،په شفاف ډول د عوایدو پر راټولیدو، د داخلي چاپ خونو پر حالت، د پیسو د نړیوال صندوق د هدف اوپه یو شمیر نورو مهمو مسایلو بحث او خبرې وکړې.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د مالیې وزیر د نړیوال بانک رئیس ته د بودجې د اجرا په اړه له یو شمیر وزیرانو د ناستې، د پروژو د تطبیق او د بروسلز کنفرانس ته د چمتووالي او د داخلي چاپ خونو له استازو د ناستې په اړه معلومات ورکړل. ده د داخلي کمپینو په اړه وویل چې د حکومت پالیسي داده چې داخلي کمپنۍ پیاوړي کړي او ملاتړ یې وکړي.
د مالیې وزیر به د یو پلاوي په مشرۍ چې په هغه کې به د مالیې وزارت او د افغانستان بانک چارواکي شتون ولري، د پیسو د نړیول صندوق له چارواکو سره د اقتصادي اصلاحاتو د اجندا په اړه، په استانبول کې وګوري. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته