امنیت

دوولس تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر دوږي دمياشتې١١  نيټه  :
د هېوا په بيلابيلو سيمو کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په جلاجلا عملياتو کې  دوولس تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع  وزارت دوياند مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دغو عملياتو کې چې دننګرهار، کاپيسا ، پکتيا، پکتيکا، غزني ، روزګان ، قندهار ،بادغيس ، بلخ ،. فارياب اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول  له امله يې دوولس تنه ډاراچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته