امنیت

دپنجوايي خلکو دطالبانو پرخلاف پاڅون وکړ

کابل – باختر دسلواغۍ څلورويشتمه:
دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ خلکو دطالبانو پرخلاف پاڅون وکړ.
پاڅون کوونکي چې شمير يې درې سوه تنو ته رسيږي؛ ادعا کوي چې له طالبانو سره دجګړې په بهير کې درې تنه يې وژل شوي دي .
ددغه پاڅون يو تن سازمان ورکوونکى عبدالودود وويل: له هغه وروسته چې دطالبانو له خوا دپنجوايي ولسوالۍ د څلورو کليو په خلکو زور زياتۍ او ظلم وشو؛ د هغوى پرخلاف يې په پاڅون لاس پورې کړ.
دپنجوايي ولسوال فضل محمداسحق باختر آژانس ته وويل: چمتو دي چې دطالبانو پرخلاف مبارزه کې له دوى سره همکاري وکړي مخکې له دې هم دهيواد په ځينو نورو سيموکې خلکو دطالبانو پرخلاف پاڅون کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته