ټولنه

دبلخ اوسمنګانو دولايتونو دځوانانو دعدالت غوښتنې ګډ ټيم جوړ شو .

کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
دبلخ او سمنګانو دولايتونو دولسواليو يوشمير ځوانانو دخلکو دستونزو دڅيړنې په مقصد دعدالت غوښتنې ګډ ټيم جوړ کړى دى .
دبلخ ولايت دښځو دملاتړ ډاکتر مسوولې نيلوفر سيار وويل چې دغه ځوانان په دوو ډلو کې دسمنګانو ولايت دحضرت سلطان اودبلخ ولايت په دهدادي ولسواليو کې فعاليت کوي .
ميرمن سيار  زياته کړه: په هره ډله کې شل تنه ښځې او نارينه شامل دى  چې په بيلابيلو دورو کې دشخړې دحل کولو ، سولې ، دښځو او دماشومانو دحقوقو دځوانانو دسياسي مشارکت  ، مديريت او رهبري او دبشر دحقوقو دمسئلو په باب  دعدالت غوښتنې په لاره کې يې زده کړې کړي دي .
ميرمن سيار زياته کړه: دغو ټيمونو درې مياشتې زده کړې کړي دي او درې مياشتې  يې  په خپلو ولسواليو کې عملي  کارکړى دى .
په همدې حال کې ددهدادي ولسوالۍ د ټيم يوشمير غړو وويل چې ددوى عدالت غوښتنه په دغې ولسوالۍ کې په اړتيا وړ سيمو کې دڅښاک  داوبو دلسو څاګانودکيندلو زمينه برابره کړې ده .
دسمنګانوولايت دحضرت  سلطان ولسوالۍ دنجونو  دښوونځى  مديرې نسرين قاطع وويل چې دعدالت غوښتنې دټيم هلې ځلې ددې سبب شوي دي چې دښځو او نارينه و دبرخې متخصص ډکتران ، درې مسلکي ښوونکي او يو امبولانس  دغې ولسوالۍ  ته وليږدول شي.
دغه پروګرام  په بلخ ولايت کې دښځو او ځوانانو دملاتړ دمرکز له خوا پيل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته