امنیت

په هلمندکې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزوعملياتوکې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
د ملي دفاع وزارت يوه خبري سرچينه وايي چې پرون په هلمند کې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزوعملياتوکې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ: دغه عمليات چې د ډار اچوونکوعناصرو د ځپلو په مقصد د هلمند ولايت دګرشک او نادعلي د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول .
په دغوعملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د يوبل خبر له مخې: د بلخ ولايت  د چاربولک ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه وسله او مهمات پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته