امنیت

په تخارکې يوه سړي خپله ميرمن ووژله

کابل-باختر- دچنګاښ دمياشتې ٢٣
يوه ځوانه ميرمن په تخار ولايت کې د خپل ميړه له خوا ووژل شوه.
دوه ويشت کلنه حوا تېرماښام د خپل ميړه له خوا له وهلو او ډبولو او ځورونې وروسته ووژل شوه.
تراوسه پورې د دغې پيښې علت روښانه نه دى.
د تخار د والي ويندوى سنت الله تيموري د باختر آژانس خبريال ته وويل: امنيتي مامورينو د دغې ميرمنې ميړه د وژنې په تور نيولى دى.
دغه ميرمن او ميړه دتخار ولايت په مرکز تالقانو ښارکې ژوندکاوه.
دسيمې اوسيدونکي وايي چې دغه سړى خپله ميرمن وهله ډبوله او ځوروله.
پوليس وايي چې ددغې ميرمنې د وژلو دڅرنګوالي په باب څيړنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته