مزارشريف باخترد مرغومي ٨ نيټه :
دبلخ دسوداګرۍ خونو او خصوصي شرکتونو پرون دځوانانو دکارموندنو په نامه په مزارشريف ښارکې يو نندارتون جوړ شو.
دباخترآژانس دسيمه ييزخبريال دخبرله مخې ؛
دغه نندارتون دبلخ ولايت دسوداګرۍ دخونو اوپه مزارشريف ښارکې د پنځوسو توليدي شرکتونوپه همکارۍ توليدي مرکزونو ته د ځوانانو دهڅونې ، پوهاوي ورکولو او جذب لپاره په مزارشريف ښارکې جوړ شوى دى اوپه هغه کې سوداګرو خپل توليدي محصولات چې خوراکي توکي ، لاسي صنايع او ساختماني مواد پکې دې ددوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.
پاى ف ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ