فرهنګ

حسينې ساپۍ د عينکو د مسوکان د سيمې د ځينو مخورو ستونزې او غوښتنې واورېدې

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د عينکو د مسوکان د سيمې   له يوشمېرمخورو سره په کتنه کې د هغوى غوښتنې او ستونزې واورېدې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رييس نورآقا نوري، د کانونو او پټروليم وزارت او د عينکو د مسوکان د محافظت غنډ د قوماندانۍ استازي هم حاضر وو؛ څو تنو د عينکو د مسو کان د سيمې د مخورو په استازيتوب د عينکو د مسوکان د کارګرانو د معاشونو د زياتوالي او د دې سيمې د امنيتي حالت ښه والي ته د پاملرنې په اړوند خپلې غوښتنې او ستونزې وړاندې کړې.
دغه راز دوى د عينکو د مسوکان د لرغونو آثارو د ساتنې له مسوولينو سره خپل ملاتړ او همکاري څرګنده کړه.
حسينې ساپۍ د لرغونو ساحو په ساتنه او د سيمې د امنيت په تامين کې د سيمې د خلکو همکاري مهمه وبلله او د امکان تر پولې پورې يې د هغوى د غوښتنو او ستونزو د څېړنې ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده چې د عينکو د مسوکان په ساحه کې کيندنې له ١٣٨٨ لمريز کال څخه تر اوسه پورې دوام لري چې په پايله کې اووه زره منقول او څو غير منقول آثار  ترلاسه شوي دي.
د عينکو د مسو کان په پروژه کې د سيمې څه ناڅه ٤٠٠ تنو سيمه ييزو کارګرانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته