خبرونهاقتصادTOP

په روزګان کې د آغاجان بند ودانیزې چارې پيلېږي

کابل، د غويي ۱۷مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د روزګان له والي مولوي عنایت الله شجاع سره په کتنه کې؛ په ياد ولایت کې د اوبو او انرژۍ پروژو په اړه خبرې کړې دي.
باختر آژانس ته د ياد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د روزګان والي د اوبو او انرژۍ پروژو د اړتیا په برخه کې د خلکو ستونزې او وړاندېزونه په ځانګړې توګه د آغاجان بند پروژه، د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره
شریکه کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هم د روزګان والي ته ډاډ ورکړی چې د آغاجان بند تخنیکي چارې بشپړې شي نو ودانیزې چارې به یې هم ډېر ژر پيل شي.
ټاکل شوې ده په ياد ولایت کې د عوفي بهرام شرکت په پانګونې سره، د پنځه میګاواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا د تولید پروژې پرانیسته هم وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته