سیاست

د امریکا د سفیر مرستیالې په هلمند کې وروستي پرمختګونه ستایلي دي

لښکر ګاه باختر دلیندۍ ۲۷ مه
په افغانستان کې  د امریکا د سفارت مرستیالې کارن ډيکر د هلمند له والي سره په کتنه کې په دغه ولایت کې وروستي امنيتي پرمختګونه، د حکومتولۍ په برخه کې اصلاحات او بدلونونه او د فساد ضد مبارزې په برخوکې د هلمند د ولايتي ادارې لاسته راوړنې او فعاليتونه وستايل .
د باختر آژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د هلمند پر عمومي امنيتي وضعيت سربېره د سولې او پخلاينې، له داخلي بې ځايه شويو سره د مرستو، جمهوري ریاست ټاکنو ته پر چمتو والي، پرمختيايي او اقتصادي چارو، ښې حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په باب هر اړخیزې خبرې شوې او د امریکا د سفیرې له خوا هم د هلمند والي ته په یادو برخو کې د پاملرنې او همکارۍ ډاډ ورکړ شو.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته