سیاست

جمهور رئیس غني: موږ غواړو چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحد د همکارۍ او دوستۍ په نماد بدل شي

کابل – باختر د چنګاښ د مياشتې ١٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانو د پنځلسمې غونډې  او د بریکس د غونډې په څنډه کې د تاجکستان له جمهور رئیس امام علي رحمان سره د روسیې د اوفای په ښار کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې اترې وکړې.
جمهور رئیس غني په دې کتنه کې وویل ، موږ غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد د همکارۍ او دوستۍ په نماد بدل شي ترڅو نور هېوادونه له هغه څخه تقلید وکړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د کاسا ۱۰۰۰ د پروژې تمویل کوونکو د دغې پروژې د بشپړېدو لپاره لېوالتیا څرګنده کړې ده او د دغې پروژې د اړتیا وړ لګښت هم  بشپړ شوی دی. ده څرګنده کړه چې افغانستان به د دغې پروژې د بشپړېدو لپاره له هیڅ ډول هڅې او هاند څخه ډډه ونه کړي.
جمهور رئیس وویل په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځي عملیات په افغانستان کې د پټنځيو د پیداکولو لپاره د تروریستانو د یو لړ حرکتونو سبب شوي دي .
ده د هېواد په شمال کې په  نا امنو سیمو کې د امنیت د ټینګښت لپاره د افغانستان د جدي اقداماتو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې بهرني تروریستان غواړي زموږ د هېواد امنیت و ګواښي خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ثابته کړې ده چې  د دښمن د عیارې شوې جګړې  د مقابلې لپاره چمتووالي او د دښمن د هر ډول یرغل د مقابلې توان لري.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې د افغانستان د دولت پالیسي مشخصه ده او هغه داچې جګړې ته په جګړې ځواب ورکوي او په هېواد کې  د تل پاتې سولې لپاره چې زموږ عمده موخه ده، هم هڅه کوو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په سیمه کې د داعش د ګواښ په اړه هم خبرې وکړې وې ویل چې موږ د دغه ګواښ د مخنیوي د لارو چارو په لټه کې یو.
جمهور رئیس غني دې ته په اشارې سره چې د داعش د تمویل سرچینې نشه یي توکي دي، وویل چې موږ له داعش سره د مقابلې لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو د همکارۍ غوښتونکي یو ځکه چې دغه پدیده زموږ د ټولو لپاره ګډ ګواښ دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چې د سیمې هېوادونو دغه ګواښ درک کړی دی او موږ په دې برخه کې د هغوی د همکارۍ غوښتونکي یو.
په مقابل کې د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان وویل چې تاجکستان او افغانستان دوست او وروڼه هېوادونه دي او د افغانستان په اړه زموږ نیت پاک دی.
د تاجکستان جمهور رئیس  وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر اوسه پورې د همکارۍ اتیا سندونه او تفاهم لیکونه لاس لیک شوي دي او موږ غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا پراخې شي ترڅو دغه سندونه ډیر ژر عملي شي.
امام علي رحمان وویل چې افغانستان په جغرافیایي لحاظ موږ ته اهمیت لري ځکه چې دغه هېواد د تاجکستان لپاره لکه بحر ته د یوې دروازې په څېر دی په همدې دلیل د افغانستان امنیت او ثبات موږ ته مهم دی.

ده په افغانستان کې د سولې او امنیت له ټینګښت سره د خپل هېواد د ملاتړ د دوام ډاډ څرګند کړ او وې ویل چې هڅه کوي ترڅو د کاسا ۱۰۰۰ د پروژې عملي کار ډېر ژر پیل شي.
همدا راز د تاجکستان جمهور رئیس وویل چې د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د جوړولو د طرحې په عملي کولو ژمن دی او ټینګار یې وکړ چې د ټولو اقتصادي پروژو د عملي کېدو لپاره سیاسي ثبات او امنیت حتمي شرط ګڼل کېږي.
امام علي رحمان د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په  ګډه پوله کې د امنیت له امله اندیښنه څرګنده کړه او په دې لاره کې یې د ګډو اقداماتو غوښتنه وکړه.
ده وویل چې له پاکستاني چارواکو سره په خپلو لیدنو کتنو کې یې هم د افغانستان د امنیت موضوع مطرح کړې ده او په دې ټکي یې ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې امنیت د کاسا ۱۰۰۰ د پروژې او د سیمې د نورو اقتصادي پروژو د پلي کېدو لپاره مهم دی.
د تاجکستان جمهور رئیس د دغې کتنې په پای کې وویل چې هېواد یې په سیمه کې د سولې، ثبات او د سوکالۍ د رامنځته کېدو په لاره کې همکار دی .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته