امنیت

د هېواد د دفاعې ځواکونو په بريدونو کې څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

_کابل باختر دوري دمياشتې ٢٣ نيټه :
  د هېواد په فراه ، جوزجان  او روزګان ولايتونو کې  وسله والو ډاراچوونکو ته  د سر دروند زيان اوښتى دى.
د ملي دفاع  وزارت  د وياند  مرستيال بريد جنرال محمدرادمنش  پرون په يوه خبري غونډه کې  وويل   په تېرو ٢٤ ساعتو کې ٤٠ تنه  ډار اچوونکي وژل شوي دي.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ دملي دفاع وزارت د وياند مرستيال   په دې خبري غونډه کې زياته کړه  چې  له ٤٠ تنو وژل شويو  ډاراچوونکو څخه ١٠ تنه يې  دفراه  په بالا بلوک ولسوالۍ ،  ٨ تنه دجوزجان ولايت په درزآب ولسوالۍ  کې ، ١٠ تنه ډاراچوونکي  د خاص روزګان  او دترينکوټ ښار شاوخواسيمو کې  ، د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون درې تنه ډار اچوونکي د زابل  په شاجوى ولسوالۍ کې ٣ تنه ډار اچوونکي د هلمند په نادعلي ولسوالۍ  او دوه تنه نور  ډار اچوونکي  دغزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې ووژل شول.
په دغو عملياتو کې په  ٤٠  تنو وژل شويو برسېره   ٣٥تنه نور ډاراچوونکي ټپيان شوي  او ٩ تنه مشکوک کسان نيول شوي دي.
دغه  راز د ملي اردو دانجينيرۍ ټيم  ٢٤  ماينونه  چې  وسله  والو  ډاراچوونکو له     خوا د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ځاى پرځاى کړي و  کشف اوشنډکړل.
د رادمنش د څرګندونو له  مخې ؛   اوس هم ١٦ يرغليزعمليات دهېواد په  ١١
ولايتونو کې دامنيتي ځواکونوله  خوا دوام لري . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته