کابل باخترد ليندى څليرويشتمه :
دڅه دپاسه اتو مليونو افغانيو په لګښت داستنادي ډيوال دجوړولو کار دکونړ ولايت دنرنګ ولسوالۍ دبره بيله دکلي دپرمختيايي شورا له خوا پيل شو .
دکليو دبياجوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختراژانس ته خبرورکړ دولسي تړون په ملي پروګرام کې په دوو کيلو مترو سړک کريړ اچول او ددوه سوه لسو متروپه اوږدوالې داستنادي ډيوال جوړول شامل دي چې ددغو پروژو په بشپړيدو سره څه دپاسه اتيا کورنيو ته اسانتياوې برابرېږي .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ