کابلباختر د زمري د مياشتې ٣١
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول،د طالبانو د ۶ تنو سیمه ایزو قوماندانانو په شمول ۷۷تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴۴ تنه ټپیان شوي دي .دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړد ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا غزني، کندهار، ارزګان، زابل،فراه، بادغیس، غور، فاریاب، بغلان ، سرپل ، بلخ، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د د کندز ولایت د خان آباد په ولسوالۍ کې د طالبانو د ۳ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو عبدالرحیم مشهور په خادم ، بدر او ابوجان پاکستاني په شمول ۳۱ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، ۱۱ تنه ټپیان او ۱۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي ، د غور ولایت د تیورې په ولسوالۍ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي ، ۱۵ تنه ټپیان او ۱۸ کړي ماینونه کشف او شنډ شوي ، د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان جهاد یار په شمول ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر له منځه وړل شوي او د ننګرهار ولایت د شیرزادو او بتی کوټ په ولسوالیو کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هر یو ملک عابد او صلاح الدین په شمول ۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۱ تنه د یو تن سیمه ایز قوماندان خالد په شمول ټپیان ، یو موټر او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي .
همدا راز په یادو عملیاتو کې د غزني ولایت د اندړو او مرکز قلعه قاضی په سیمه کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان ، د میدان وردګو ولایت د چک په ولسوالی کې د حقاني شبکې ۴ تنه غړي وژل شوي ، د پکتیا ولایت د ځدران په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او د فاریاب ولایت د پشتونکوټ په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی .
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ چاڼیز ، ۱۴خاص کماندویي اویو شپنی عملیات د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۰۵پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۲۳هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.ختم- ع
0 2 دقیقې لوستل