ټولنه

په ننګرهارکې څلور سوه کورنيو مرستې ترلاسه کړې

– کابل / دسلواغې ٢٤مه /باختر
په ننګرهار کې له ٤٠٠ اړو کورنيو سره د خوراکي او دغير خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه کورنۍ د دوى په سيمو کې د ډاراچوونکو ډلو د شتون په دليل بېځايه شوي اوپه ښارونوکې شپې سبا کوي.او کور ، خوړو، درملو او روغتيايي څارنوته اړتيا لري .
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې دوره کې په ٤٠٠ اړو کورنيو اوړه ، غوړي، لوبيا، دال، ماشومانوته ماغزي توکي،جامې شړۍ ، خيمې او د پخلنځي وسايلو وويشل شول.
دغه مرستې د نړيوال مرستندويو بنسټونوله خوا برابرې شوې و ،
ختم –ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته