امنیت

يوې مور او پلار په جوزجان کې په ځان وژنې لاس پورې کړ

کابل/ د لړم ٧مه/باختر
هغه مور او پلار چې د دوى ځوان زوى د طالبانو له ليکو سره يوځاى شوى دى؛ پرون د جوزجان په مرديانو ولسوالۍ کې په ځان وژنې لاس پورې کړ.
د جوزجان امنيه قوماندان عبدالواحد وجدان باختر آژانس ته وويل: محمد دوران هغه کس و د جوزجان د مرديانو ولسوالۍ په جنګل اريغ کلي کې يې چې د شپنۍ له لارې د ژوندانه چارې تامينولې او يواځنى ١٨ کلن زوى يې يوه مياشت مخکې له طالبانو سره يوځاى شو او هېڅکله کورته ستون نه شو.
دغه پلار په وار وار د طالبانو قوماندانو ته لاړ او له هغوى څخه وغوښتل چې د دوى زوى کورته ستون کړي؛ خو طالبانو ونه منله او دغه پلار او مور په خپل کورکې ځانونه زندي کړل او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.
ختم-عطاالله- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته