امنیت

دميدان وردګو په ولايت کې داسلامي علومو يومرکز دطالبانو دګواښ له امله وتړل شو .

کابل باختر دچنګاښ نهمه :
وسله والو طالبانو په ګواښ سره دميدان وردګو په ولايت کې داسلامي علومو  يو مرکز وتاړه .
درارسيدلو خبرونو له مخې په سيد اباد ولسوالۍ کې جمال الدين وردګ دارالحفاظ له دريو ورځو راپديخوا داسلامي علومو  دمحصلانو پرمخ تړل شوى دى .
تراوسه پورې دوسله والو طالبانو له خوا داسلامي  علومو  ددغه مرکز دتړلو اصلي انګيزه  روښانه نه ده .
دميدان وردګو  والي حيات الله حيات داسلامي علومو دمرکز تړل دديني لارښوونو پرخلاف کار وباله او دسيمې له مشرانو او ديني عالمانو څخه يې وغوښتل چې ددغه اسلامي مرکز په پرانستلو اقدام وکړي .
په دې اسلامي مرکز کې نږدي زر تنه محصلان داسلامي علومو په زده کړې  بوخت و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته