امنیت

په لوګرکې ١٦٥ کيلوګرامه چرس ضبط شول

کابل باختردثور ٢٤مه :
د لوګر پوليسو تېره شپه ١٦٥ کيلوګرامه چرس په لوګر ولايت کې ضبط کړل.
د لوګر امنيه قوماندان سمونوال رحم خدامخلص د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت منسوبينو ١٦٥ کيلوګرامه چرس چې په يوه پيکپ ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوي و؛ د پل علم ښار د التمور په سيمه کې کشف او ترلاسه کړل .
ده زياته کړه: تر اوسه پورې د دغو نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند څوک نه دي نيول شوي او په دې باب د پوليسو څيړنې پيل شوې دي .
  ختم_ سعيده_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته