ورزش

د باختر او هرات باستان ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣١
په هرات ولايت کې دفوټبال د دويم لاس سياليو نن سهار په دوو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د باختر ټيم د صفر په وړاندې په دوو سره د آريانا ټيم ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې هرات باستان د صفر په وړاندې په څلورو سره د هيري پر ټيم بريالى شو.
په هرات ولايت کې د فوټبال د دويم لاس او په دوام يې ټاکل شوې ده سبا د کوثر ټيم د آزادي له ټيم سره لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته