نړۍ

داټومې انرژۍ دنړيوالې اداري لوى مدير سبا تهران ته سفرکوي

تهران نړيوالي خبري منابع   دثور دمياشتي٣٠ نيټه :

داټومې انرژې دنړيوالې اداري لوى مدير يوکياامانوبه سباديکشنبې په ورځ ايران ته سفر وکړى او ددوشنبې په ورځ دايران له جګپوړي اټومې مرکچي سعيد جليلي سره خبرې کوي.

دغه کتنه په ويانا کې دايران اوددغه اژانس له دوه ورځنيو خبرو او په بغداد کې دايران اودپنځه جمع يو دډلې دچهارشنبې دورځې له خبرو وروسته کيږي.

داټومې انرژې دنړيوالې اداري په هغي وينا کې چې پرون خپره شوه ويل شوي دي چې امانو به تهران ته  په خپل سفر کې دايران له جګپوړومقاماتوسره ددوه اړخيزو ګټو په باره کې خبرې وکړې  .

دايران دبهرنيوچارو وزيرعلي اکبرصالحي په تهران کې ددغه سفرپه  تائيدولوسره وويل چې امانوداټومې انرژې دنړيوالې اداري اودايران داسلامي جمهوريت ترمنځ دهمکاريو په باره کې تهران ته سفرکوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته