نړۍ

روسيې ديارلس پوځي هليکوپترونه عراق ته ورکړل .

مسکو- دايران دولتي  خبري آژانس – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
دوسلو ديوه تړون له مخې د روسيې حکومت ديارلس پرمختللي پوځي هليکوپترونه عراق ته وسپارل .
دايران د دولتي خبرآژانس دخبرله مخې :  ديارلس هليکوپترونه دوسلو ديوه تړون دويم  کاروان دى چې پرون عراق ته  وسپارل شو .
ام – آى ٢٨ ان اى هليکوپترونه په عراق کې د الاانبار په ولايت کې له تروريستانو سره دمبارزې لپاره  وکارول شي.
روسيې پخوا له عراق سره  دوسلو د تړون له مخې پنځلس دغه ډول هليکوپترونه دغه هيوادته وسپارلې وو .
بغداد د وسلو د تړون له مخې دڅلور اعشاريه  اوو ملياردو ډالرو په ارزښت له روسيې څخه څلويښت دغه ډول هليکوپترونه پيرودلي دي  .
دغه تړون په ٢٠١٢ م کال کې روسيې ته دعراق دصدراعظم نوري  المالکي   دسفر په بهير کې لاسليک شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته