ټولنه

په پنجشيرکې د ټولنيزو ستونزو د حل کميټه جوړيږ

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣١
په پنجشير ولايت کې د ټولنيزو ستونزو د حل کميټه جوړيږي.
دغه کميټه د ټولنيزو ستونزو او چلنجونو د حل کولو په مقصد د افغان ښځو د تعليمي مرکز له خوا جوړيږي او ټاکل شوې ده تر يوې راتلوونکې اوونۍ پورې د دغه ولايت په کچه په رسمي ډول په کار پيل وکړي.
د افغان ښځو د تعليمي مرکز مسوول صفي الله مشعل وويل: له دې امله چې وکولاى شو د پنجشير ولايت په کچه ټولنيزې ستونزې وڅيرو او د حل کولو په باب يې له سيمه ييزو مقاماتو سره خبرې وکړو؛ دغه کميټه مو جوړه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته