سیاست

جمهور رئیس غني د اوربند پر مدیریت ټینګار وکړ

کابلباختر دچنګاښ دمياشتې٢ نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ملکي او نظامي مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: جمهوررئیس په پیل کې د هرات ولایت د اهل تشیع جید عالم حجت الاسلام جعفر توکلي د شهادت په خاطر د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او د هېواد د دیني عالمانو د امنیت پر تامین او د یادې پېښې پر څېړلو یې ټینګار وکړ. د هېواد جمهور رئیس ټولو والیانو ته لارښوونه وکړه چې د محلي حکومتولۍ د وضعیت د ښه والي او هېوادوالو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ټولنې له بېلابېلو افشارو سره مشورتي ناستې وکړي، ځکه د حکومت د کار موخه د خلکو رضایت دی. جمهور رئیس د موقت اوربند د سالم مدیریت په خاطر د هېواد د ټولو ملکي او نظامي مسوولینو قدرداني وکړه او د لویو لارو، ښارونو او د ټولو سیمو د امنیت پر تامین یې ټینګار وکړ. جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، ترګواښ لاندې سیمو کې چاڼیز عملیات دوام لري او هر هغه خطر چې خلکو او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته متوجه وي، باید د دفع کولو لپاره یې هراړخیز اقدامات وشي. جمهوررئیس څرګنده کړه، حکومت د اوربند په بحث کې کوچنی خطر هم نه شي منلی او د اوربند پر مهال به د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر تعرض په وړاندې ځواب ووایي. جمهوررئیس غني په افغانستان کې د جګړې د حرام بللو په اړه د مسجدالحرام د امام او د مسجد النبوي (ص) د امام د فتواو هرکلی وکړ وې ویل، د اسلام عالمان په منسجم ډول په افغانستان کې د جګړې په حرام او مردود بللو کې همغږي او موافق دي او په دې اړه یې خپل ګډ غږ پورته کړی.# پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته