کابل باختر د کب اووه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې پرون دماين دچاودنې له امله پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دغه چاودنه دبهسودو ولسوالۍ په دامان کلي کې وشوه .
ويل کيږي چې ماين په يوموټر کې ځاى پرځاى شوي و .
دننګرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ښخولو مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
په همدې حال کې دننګرهار ولايت دعامې روغتيارييس ډاکتر نجيب الله کامه وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې چاودنې ديوه ټپى روغتيايي حالت خراب دى
0 د یوې دقیقې څخه لږ