نړۍ

په پيښورکې د ځانمرګي بريد له امله نوولس تنه ووژل شول

 کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٤ :
د پيښور ښار د حيات آباد په حسينه کې نن دځانمرګي بريد له امله  څه ناڅه٦٠ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
د باختر آژانس د خبرله مخې: څلورو تنو ځانمرګو يرغلګرو د پاکستان د پيښور ښار د حيات آباد فيز_ ٥  په حسينې د جمعې د لمانځه وخت کې بريد وکړ .
لومړى يو ځانمرګى بريدکوونکى ځان وچاوه او دريو تنو نوروځانمرګوبريد کوونکو  په لمونځ کوونکو ډزې وکړې چې له امله يې ١٩ تنه ووژل شول او ٤١ تنه نورټپيان شول .
دپاکستان د حکومت جګپوړو مقاماتو او د دغه هېواد ملي او مذهبي شخصيتونو دغه بريد سخت وغانده او د هغه د سازمان ورکوونکو د نيولو غوښتنه يې وکړه.
تراوسه پورې د دغه بريدمسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى. خو پخوا د طالبانو تحريک د دغه شان پيښو مسوول پيژندل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته