کابل باختردلړم اتمه :
په کابل کې د فوټبال د الف ګروپ سيالۍ نن د توحيد او مخابراتو د ټيمونو په لوبې سره دوام مومي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د فوټبال د الف ګروپ سيالۍ د ١٤ ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کي پيل شوې دي چې هره ورځ په يوې لوبې سره دوام مومي.
د قيومي د څرګندونو له مخې: تر اوسه پورې د حبيبيانا ټيم د ٢٩ امتيازونو په لرلو سره د دغو سياليو د جدول په سرکې ځاى لري .
2 د یوې دقیقې څخه لږ