ورزش

د آريانا او جامي ټيمونه لوبه کوي

کابل باختر د چنګاښ څوارلسمه :
د آريانا د دوستۍ د جام دفوټبال سيالۍ نن مازيګرپه يوې لوبې سره دوام مومي.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې  پړاوکې د آريانا ټيم د جامې له ټيم سره لوبه کوي .
د ضيا دڅرګندونوله مخې: د آريانا د دوستۍ د جام د فوټبال سيالۍ د ١٢ ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام مومي.
په پرونۍ لوبه کې د اتفاق  ټيم د دوو په وړاندې په شپږو سره د اماني ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته