سیاست

جمهوررئیس غني د ازبکستان د جمهوررئیس په توګه د شوکت میرضیایوف د ټاکلو مبارکي ورکړه

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د ازبکستان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د نوي جمهوررئیس په توګه د شوکت میرضیایوف د بریالیتوب په مناسبت د مبارکۍ تر څنګ نیکې هیلې او تمنیات څرګندوي.
جمهوررئیس غني د ازبکستان نوي جمهوررئیس ښاغلي میرضیایوف ته د بریالیتوب او د هغه هېواد خلکو ته تر نوي زعامت لاندې د سعادت او نیکمرغۍ هیله کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس هیله‌مند دی چې د شوکت میرضیایوف په ټاکل کېدو سره به د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو ډګرونو په ځانګړي ډول اقتصادي او ټرانزیټي برخه کې همکارۍ لا پياوړې او پراخې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته