ټولنه

سعودي عربستان ته دافغان حاجيانو دليږدونې بهير دوام لري

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٨  :
تر اوسه پورې  څه دپاسه  يوولس  زره تنه  افغان حاجيان سعودي عربستان ته ليږدول شوي دي .
له مکې  مکرمې څخه دباختر آژانس  دخبريال  سيدحبيب سادات دخبرله مخې:
دغه  حاجيان دافغان هوايي  شرکتونو  دالوتکو په واسطه  سعودي عربستان ته  ليږدول شوي دي  اوپه هغو  عمارو کې ځاى پرځاى شوي  دي  چې پخوا دافغاني حاجيانو دبعثه له خوا په مکه مکرمه اومدينه منوره کې چمتوشوي دي .
دغه راز تر اوسه پورې په مدينه منوره او مکه مکرمه کې دافغان  حاجيانو دبعثې په  روغتيايي مرکزونو کې نږدې دوه زره تنه افغان  حاجيان معاينه او لازم درمل ورته  ورکړ شوى دى .
له افغانستان  څخه  سعودي عربستان ته دافغان حاجيانو  دليږدونې بهير دوام لري او ټاکل شوې ده  د روان کال دفرضي حج  په مراسمو کې  څلرويشت زره تنه افغان  حاجيان  ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته