اقتصاد

د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو فابریکې د طرحې، ډیزاین او فعالولو قرارداد لاسلیک شو

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې١٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د کور او ښارجوړولو وزیر سیدمنصور سعادت نادري او د ویفای بین المللي ودانیز شرکت د رئیس ارهان ګونر ترمنځ د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو فابریکې د طرحې، ډيزاین او فعالولو قرارداد لاسلیک شو.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه مراسم چې نن له غرمې مخکې د کابینې، ملي شورا او د خصوصي سکتور د یو شمېر غړو په حضور په ارګ کې ترسره شول، د کور او ښارجوړولو وزیر سیدمنصور سعادت نادري د مخکې جوړو شویو صنعتي ودانیزو توکو د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کور او ښارجوړولو وزیر وویل، د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د صنعت رامنځته کولو نظر په لومړي ځل جمهور رئیس غني وړاندې کړ، چې د اقتصاد عالي شورا کې پرې بحث وشو. هغه زیاته کړه، دولت د عام‌المنفعه پروژو د جوړولو په خاطر د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د اړتیا په اړه  پرېکړه وکړه، تر څو د دغه صنعت د بنسټي کولو او پرمختګ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
نادري څرګنده کړه، په لومړیو کې کمپنیو د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو په صنعت کې پانګونې ته لېوال نه وو، دولت خپله اقدام وکړ تر څو خصوصي سکتور هم د موضوع اهمیت ته په پام پانګونې سره علاقه پیدا کړي.
د کور او ښارجوړولو وزیر په ډاګه کړه، چې د جمهوررئیس د لارښوونې او د اقتصاد عالي شورا له پرېکړې سره سم دولتي پلاوي ترکیې او متحدو عربي اماراتو ته سفر وکړ او د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د صنعت په برخه کې یې مشهورې کمپنۍ ولیدلې، تر څو د هغوی له تجربو څخه په افغانستان کې کار واخلي.
هغه زیاته کړه، په دې برخه کې درې فعالو کمپنیو چې د ښو تجربو او کارونو مخینه یې لرله، خپلې طرحې د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړې، چې د ارزونو په پایله کې د ویفای بین المللي کمپنۍ چې په یاده برخه کې يې لازم سټنډردونه او معیارونه لرل، دغه بهیر کې بریالۍ شوه.
د کور او ښارجوړولو وزیر وویل، د کورجوړولو تصدۍ او د مخکې جوړو ودانیزو توکو فابریکې په جوړولو سره به د ۱۲ میاشتو په اوږدو کې ۳۰۰متره مکعبه  له مخکې جوړ ودانیز توکي د ښوونځیو، روغتونونو او نورو عام‌المنفعه تاسیساتو د جوړولو په خاطر تولید شي. د ښار جوړولو وزیر وویل، د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو فابریکې ایجاد د ودانیزو توکو د انحصارولو په معنا نه ده.
سیدسعادت منصور نادري څرګنده کړه، د مخکې جوړو ودانیزو توکو د فابریکې جوړولو څخه یې موخه د کور جوړولو تصدۍ بیا رغاول، د ودانیز صنعت پرمختیا، د ودانولو د عملي بهیر چټکتیا، د ودانیزو توکو د کیفیت لوړول، د کورونو د بیې راکمول او سلګونو هېوادوالو ته د کاري بوختیا رامنځته کول دي.
هغه وویل، پخوا به د یو ښوونځي جوړولو لس دولس میاشتې وخت نیوه، خو د مخکې جوړو ودانیزو توکو له صنعت څخه په ګټې اخیستو، د یو ښوونځي جوړول کم لګښت اولږ تر لږه څلور اونۍ وخت نیسي.
هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې یو شمېر شرکتونو تیاری ښودلی دی چې په دغه برخه کې پانګونه وکړي، چې په وروستیو کې یو چینايي شرکت  حاضر شوی چې د مخکې جوړو ودانیزو توکو په صنعت کې ۲۰میلیونه ډالره پانګونه وکړي. د ښارجوړولو وزیر وویل، حکومت په دغه برخه کې د هر ډول پانګونې ملاتړ کوي.
په یادو مراسمو کې، د ویفای بین المللي ودانیز شرکت رئیس په خپلو خبرو کې وویل: موږ خوښ یوو چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره دغه صنعت جوړېږي، موږ په نړۍ کې تر سلو زیاتو بېلابېلو هېوادونو کې د مخکې جوړو ودانیو جوړولو برخه کې کار کړی دی.
هغه وویل، د ویفای بین المللي ودانیز شرکت د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو په برخه کې ۲۶کلنه تجربه، لازمه وړتیا او مهارت لري، هڅه به کوي چې په لازمو سټنډردونو دغه پروژه په افغانستان کې تطبیق کړي.
د ویفای بین المللي ودانیز شرکت رئیس څرګنده کړه، دا د مخکې جوړو کورونو د ودانولو لومړنی ګام دی او هڅه کوي چې په دغه برخه کې د افغانستان له حکومت سره همغږي لا زیاته کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته