امنیت

په سرپل ولايت کې د طالبانو يو قوماندان ووژل شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
د وسله والو طالبانو يو قوماندان پرون په سرپل ولايت کې د امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو .
ملا نظيف هغه وخت ووژل شو چې له افرادو سره يې سرپل ښار او د سوزمه قلعه ولسوالۍ په لاره کې په يو امنيتي پوستې بريد وکړ.
دسرپل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالروف تاج باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې ددغه ولايت لپاره دطالبانو قوماندان ملا نظيف له دوو تنو افرادو سره يې ووژل شو او درې تنه نور جګړه ماران ټپيان شول .
دسرپل امنيه قوماندان وايي چې طالبانو غوښتل په دغې امنيتي پوستې په بريد سره د سانچارک ولسوالۍ سره د سزمه قلعه ولسوالۍ او د سرپل ښار نا امنه کړي.
ددغه امنيتي مسوول دڅرګندونو له مخې: په دې بريدکې يو ملکي وګړى ووژل شو او دپوليسو يو سرتيرى ټپي شو.
ملانظيف په سرپل ولايت کې د طالبانو د ډلې يو مهم قوماندان په توګه ياديده. ځانمرګي او وسله وال بريدونه ، د بمونو او ماينونو ښخول، د سيمه ييزو مقاماتو او قومي مشرانو ترور، دخلکو ځورونه او د زکات په نامه باج اخيستل د سرپل په زياتو سيموکې ددغه قوماندان په لارښونه ترسره کيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته