ښوونه او روزنه

دهرات دپوهنې رياست دليک لوست د زده کړې آمر دپيسو دغلا په تور ونيول شو .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
دهرات ولايت  دپوهنې رياست  دليک لوست دزده کړې آمر  دنړيوالو موسسو په بودجې  دمزو چړچو په تور چې دليک لوست دزده کړې  دپروګرام لپاره  بيله شوې ده  ، نيول شوى دى .
  دپوهنې درياست دغه مسوول  دده دجرمي شريکانو له خوا چې پخوا نيول شوي  و،دنړيوالو موسسو  په بودجې دمزو چړچو  تور لګول شوى و .
  دهرات دوالي وياند  جيلاني فرهاد  باختراژانس ته وويل  چې دهرات دليک لوست دزده کړې له ادارې سره  دنړيوالو بنسټونو له خوا  په مرسته شويو پيسو دمزو چړچو دڅرنګوالې په باره کې  تحقيقات دوام لري .
داپه داسې حال کې ده چې په تيره يوه مياشت کې دهرات ولايت  ددولتي ادارو کابو شل تنه کارکوونکي  داداري فساد په تور  نيول شوي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته