کابل/ د ليندۍ٢٠مه/ باختر
کولمبيا له افغانستان سره د کانونو د کوچنيو او حرفوي کارونو په برخوکې همکاري کوي.
د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفى له باختر آژانس سره په خبرو کې وويل چې د کانونو او پټروليم وزارت د پاليسۍ معين ولي الله ځدران پرون د کولمبيا د کانونو د ملي ادارې له مرستيال سره د کولمبيا په بوګوتا کې وکتل.
د هغه د څرګندونوله مخې: په کتنه کې کولمبيا له افغانستان سره د کانونو د را ايستلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.
کولمبيا غواړي د کانونو د کوچنيو او حرفوي کارونو، د ډبرو سکرو، قيمتي ډبرو او په کانونوکې د پانګونې د زياتوالي په برخو کې له افغانستان سره خپلې تجربې شريکې کړي.
په کتنه کې دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو د را ايستلو په برخه کې د مقابلي همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو.
پاىج ذ
0 1 دقیقه لوستل