روغتیا

د لوګر اوسېدونکو ماسک او دستکشې ترلاسه کړې

– کابل/ د غویي ۴ مه / باختر
د لوګر یوشمېر اوسېدونکو نن ماسک، دستکشې، صابون او د پوهاوي ورکولو پاڼې ترلاسه کړې.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې؛ د لوګر د ځوانانو شورا د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د پُل علم پر اوسېدونکو ١٠٠٠ ماسکونه، ٦٠٠ جوړه دستکشې، ٥٠٠ صابون او تبلیغاتي پانې ووېشلې.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالرحمن تسل چې د پوهاوي ورکولو په دغه پروګرام کې حاضر و؛ د ځوانانو دغه کار وستایه او زیاته یې کړه چې د دغه شان پروګرامونو په ترسره کولو سره خلک د کرونا ویروس د مخنیوي د لارو چارو اړوند پوهاوي ترلاسه کوي.
ویل کېږي د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه ډول ډول پروګرامونه ترسره کړي دي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته