امنیت

په قندهار کې په يو ځانمرګي بريد کې دلسوتنوپوليسو مرګ ژوبله

کابل باخترد جوزا دمياشتي١١ نيټه :

دافغانستان په جنوب قندهار ولايت کې ديو ځانمرګي بريد له امله  څه ناڅه څلور تنه افغان پوځيان ووژل شول او شپږتنه نورټپيان  يي شول . .

دغه پيښه نن له غرمې مخکې  دارغستان ولسوالۍ دپوليسو قوماندانۍ دودانۍ ددروازې په وړاندې وشوه چې امنيتي   ځواکونو قوماندانۍ ته د ځانمرګي   بمې بريدکوونکي دننوتو مخه ونيوله .

دقندهار ولايت دپوليسو مسوول  جنرال عبدالرزاق له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه ځانمرګي بريد تائيد کړ او وويي ويل چې په دې پيښه کې څلور تنه پوليسان وژل شوي دي او شپږتنه نوريي ټپيان شوي دي .

په همدي حال کې دقندهار په روغتون کې ډاکتران وايي چې څوتنه ملکي وګړي هم ددغې پيښې په ټپيانو کې شامل دي .

سيمه ييزو مسوولينو ويلي دي چې  ځانمرګي بريد کوونکى په چاوديدونکو توکو بار موټر سپور و .

دقندهار دپوليسو مسوول وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل.

تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته