کابل باختر د غبرګولي څوارلسمه :
درې تنه ماشومان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو له خوا دايښودل شوي ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دغه ماشومان دهسکې مينې ولسوالۍ په شير الله کلي کې دخپل کور په وړاندې هغه وخت دماين په چاودنه کې شهيدان شول چې په لوبو بوخت و .
درارسيدلو خبرونو له مخې، ماين واټ ته څيرمه ښخ کړى شوى و ، او دماشومانو په منځ کې وچاوديد .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه ماشومان شهيدان شوي دي .
ده وويل ماين د ډار اچوونکو له خوا د خلکو د کورونو په وړاندې ښخ کړى شوى و . او کله چې ماشومان په لوبو بوخت و ، وچاويد .
تراوسه پورې ددغه ماين دښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو يوشمير امنيتي خبرځايونه ډار اچوونکي ددغه ماين دښخولو عاملين بولي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل