کابل/ د وري ۲۱ مه/ باختر
د زابل اوسېدونکي وایي چې د روژې مبارکې میاشتي په راتګ سره په دې ولایت کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې دوه برابره لوړې شوې دي او د مسوولینو څخه غوښتنه کوي چې په بازارونو کې نرخونه کنټرول کړي.
امین الله د زابل یو تن اوسېدونکی دی دی وايي چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره په زابل کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي او دوی نه شي کولای چې د خپلې اړتیا وړ څيزونه وپېري نوموړي د ښاروالۍ له مسوولینو وغوښتل چې په ښار کې د لومړنیو توکو نرخونه کنټرول کړي.
بل خوا د زابل ښاروالۍ مسوولین وايي ټولو هټۍ والو ته یې لیکلی خبر ورکړی چې باید د هر څه په پېرېدلو کې شرعي اندازه ګټه ترلاسه کړي، که چېرې له دې کار څخه چا سرغړونه وکړه د نغدي جریمې تر څنګ به یې دوکان هم د روژې مبارکې میاشتې تر پایه و تړل شي.
د زابل ښاروال مولوي لطف الله لطيفي وایي د نرخونو د کنټرول او نظارت په موخه يې یوې ځانګړې کمېټې ته دنده سپارلې؛ تر څو په ورځني ډول سره نرخونه کنټـرول او سرغړونکي مجازات کړي.
د ښاغلي لطیفي په خبره دا ستونزه په ټول هېواد کې شتون لري او علت يې د خپلو کورنیو تولیداتو نه شتون بولي.
خو دوی بیا هم هڅې کوي چې د دوکاندارنو د بیلونو پر اساس نظارت وکړي او نرخونه کنټرول کړي او هيچا ته به په نامناسبه کټه د توکو پلورلو اجازه ورنکړي بلکي د شریعت په رڼا کې به یې مجازات هم کړي.
ن/ر