ټولنه

په پروان کې له ناندرو وروسته ديوې کورنۍ پنځه غړو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
په پروان ولايت کې په يوې کورنۍ شخړه کې ديوې کورنۍ پنځو تنو غړو ته مرګ  ژوبله واوښته .
دپروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي دباختراژانس  خبريال ته وويل: دغه پيښه دپروان ولايت په مرکز پورې اړوند په سعد الله کلي کې هغه وخت رامنځته شوه  چې دترو زامنو دکورنۍ شخړې له امله  په ناندرو لاس پورې کړ چې دغه ناندرې  دوسله والې نښتې سبب  شوې چې له امله يې تاج محمد قصاب  دنظر محمد اوحشمت په نومونو له خپلو دوو زامنو سره ووژل شو او دوه نور زامن يې ټپيان شول .
دپروان ولايت امنيه قوماندان زياته کړه دتاج محمد  قصاب  وراره  عبدالوحيد چې ددغې پيښې تورن دى له خپل ورور سره  له سيمې څخه تښتيدلى دى .
دمموزي دڅرګندونوله مخې، دملي پوليسو منسوبين سيمه کې خپل  څيړنې پيل کړي دي او ددغې پيښې  عاملين تر څارنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته