ټولنه

دتورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانستل شو .

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣
دتورخم بندر نن سهار دترافيکو پرمخ پرانستل شو .
دغه بندر پرون دافغان سرحدي ځواکونو له خوا دترافيکو پرمخ تړل شوى و .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو قوماندانان وايي له تورخم څخه تر پيښور ښار پورې په لويه  لاره ، مظاهرو دوام درلود له همدې امله دوى دافغان مسافرو داحتمالي زيان دمخنيوي په خاطر په موقتي ډول دتورخم د بندر په تړلو اقدام وکړ.
پرون دپاکستان دسياسي ګوندونو په لسګونو زرو پلويانو له اسلام آباد څخه تر ډيورند کرښې پورې د بى پيلوټه امريکايي الوتکو د بريدونو په غبرګون کې په مظاهرو لاس پورې کړى  و.
دافغانستان دسرحدي ځواکونو يو قوماندان په جلال آباد کې دباختر آژانس خبريال ګلستان غالب  ته وويل :  چې دتورخم بندر نن سهار دترافيکو پرمخ  پرانستل شو .
په همدې حال کې عيني شاهدان  هم تائيدوي چې  تجارتي کاروانونه او په سلګونه افغاني مسافر له يوې شپې او ورځې انتظار  وروسته له دغه  بندر څخه دتيريدو اجازه ترلاسه کړى ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته