کابل باختر دزمري ١١:
دقندهار ښار په شوراندام سيمه کې نن له غرمې وروسته دبهرنيو پوځيانو په کاروان ځانمرګي بريد وشو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغوڅ ملاتړ دماموريت په هغې اعلاميه کې چې رسنيو ته ليږل شوې ده دغه بريد تاييد شوى دى .
په دې اعلاميه کې ددغې پيښې له امله دسر داوښتو زيانونو اومالي تاوانونو په باب څه نه دى ويل شوى .
دپيښې په ځاى کې عيني شاهدان وايي چې په دې پيښه کې دبهرنيو پوځيانو دوه موټرونه ويجاړ شوي دي .
دوسله والو طالبانو ډلې ديوې اعلاميې په خپرولو سره ددغې پيښې مسووليت په غاړه اخستى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ