کابل باختر د وري دمياشتې ١٣ :
د هېواد په ختيځ کې د تورخم بندر د يو ساعت لپاره د پاکستاني سرحدي ساتوونکو له خوا د ترافيکو پرمخ وتړل شوه.
دغه کار د دې سبب شو چې د مسافرينو او تجارتي کاروانونو په تګ راتګ کې ستونزې پيدا شي .
دغه راز دغه بندر له يوه ساعت وروسته بيا د پاکستاني سرحدي ساتوونکو له خوا د ترافيکو پرمخ پرانستل شو.
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د تورخم بندر د پاکستاني سرحدي ځواکونو په غوښتنه د مسافرينو او تجارتي کاروانونو پرمخ د يو ساعت لپاره تړل شوى و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ