امنیت

په ايبکوکې د طالبانو بريد شنډ شو

-کابل / د زمري ٢٢مه / باختر
په ايبکوښار کې تېره شپه د طالبانو بريد شنډ کړاى شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل يې د ايبکوښار په ګل قشلاق سيمه کې  د پوځيانو پر يوې پوستې بريد وکړي، امنيتي ځواکونه  له بريد مخکې هغوى  تيښتې ته اړ کړل.
خبرځاي زياته کړه چې په پېښه کې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه نور يې ټپيان شول.
ويل کېږي په جګړه کې د دښمن دوه کلاشينکوفونه، يو موټرسايکل او جنګي وسايل د پوليسو لاس ته ورغلي دي . ختم_شکريه –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته