سیاست

جمهوررئیس غني د تاجکستان له جمهوررئیس سره ټیلیفوني خبرې وکړې

کابل_باختر د غويي د مياشتې١٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماسپښین د تاجکستان له جمهوررئیس امام‌علي رحمان سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د دواړو هېوادونو مشرانو پر علاقې وړ موضوعاتو بحث وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس محمداشرف غني د تاجکستان له همکاریو په ځانګړي ډول د وروستۍ پېښې د ټپیانو د درملنې په برخه کې، مننه وکړه.
هغه د تاجکستان جمهوررئیس ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي، ترڅو د همکاریو د پياوړتیا په ځانګړي ډول امنیتي او اقتصادي ډګر کې غوره ګامونه واخیستل شي.
د تاجکستان جمهوررئیس د جمهوررئیس غني له بلنې څخه په مننې وویل، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره په همکارۍ د امنیتي وضعیت د ښه ‌والي او د تروریزم په ضد مبارزه کې ګډ کار وکړي.
د دواړو هېوادونو مشرانو له تروریزم سره په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته