ورزش

دهيواد دجيدو يو ورزشکار دتاجکستان په سياليو کې ګډون کوي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
دهيواد دجيدو دڅانګې ورزشکار منصور سرورى پرون تاجکستان ته لاړ.
ددغه ورزشکار دسفر موخه دتاجکستان جمهوريت دجام په سياليو کې ګډون دى.
داولمپيک دملي کميټې دخپرونو مسوول منور شاه شهزاد نن باختر آژانس ته وويل چې دتاجکستان جمهوريت دجام سيالۍ دراتلوونکى اوونۍ دپنجشنبې په ورځ پيليږي او درې ورځې دوام کوى ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې په همدې مقصد يو څلور کسيز هيئت له منصور سرورى سره تاجکستان ته لاړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته