کابل باختر دوري دمياشتې ١٠:
دامريکا دمتحده ايالاتو نن څلور اې _ ٢٩ ډوله الوتکې دافغانستان هوايي ځواکونو ته وسپارلې .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
څلور اې _ ٢٩ ډوله جنګي الوتکې دامريکا له خوا دافغانستان هوايي ځواکونو ته ورکړ اى شوې چې ددغو الوتکو په رارسيدو سره اوس دافغانستان هوايي ځواکونه اته اې _ ٢٩ ډوله الوتکې لري.
دافغانستان هوايي ځواکونه دهرې ورځې په تيريدو سره د جنګي تخنيک او تجهيزاتو له پلوه پياوړي کيږي او په محاربوي عملياتو کې د ملي اردو ځمکني ځواکونه نور هم دهوايي ځواکونو دملاتړ له امله پياوړى کيږي.
له دغو الوتکو څخه استفاده د ډار اچونکو په ځالو دهوايي ګوزارونو لړۍ زياتيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ