امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

-کابل باختر د وري  درې  ويشتمه :
اته تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې دپوځيانو په بريد کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه دشاه ولي کوټ ولسوالۍ بازار ته څيرمه بريد وشو.
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې ددرېو تنو پاکستاني  جګړه مارو په ګډون  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل طالبان په خپل پټنځي کې دډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې د هوا او ځمکې له لارې  پرې بريد وشو .
ويل کېږي  په دې جګړه کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ عطاالله  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته