سیاست

د افغانستان منتخب جمهور رييس امنيتي سند لاسليک کوي

بروکسل – خبري منابع – باختر د تلې دمياشتې ٢
د ناټو يوه جګپوړي مامور ويلي دي چې د افغانستان منتخب جمهور رييس اشرف غني احمدزي به په راتلوونکې اوونۍ کې د لوړې د مراسمو له پرځاى کولو وروسته له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په دغه هيوادکې د بهرنيو پوځيانو د پاتې کيدو موافقه ليکونه لاسليک کړي.
د ناټو دغه جګپوړي مقام چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي؛ د رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې د افغانستان منتخب جمهور رييس اشرف غني احمدزى به د راتلوونکې دوشنبې په ورځ د لوړې د مراسمو له پرځاى کولو وروسته له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په دغه هيوادکې دبهرنيو پوځيانو دپاتې کيدو موافقه ليکونه د راتلوونکې سه شنبې په ورځ لاسليک کړي.
ناټو په افغانستان کې خپل محاربوي ماموريت د روان کال تر وروستيو پورې پاى ته رسوي او د راتلوونکي کال په لومړيو وختوکې د افغان قوتونو د روزنې، مشورې ورکولو او ملاتړ ماموريت پيلوي.
د ناټو د تړون دغه مقام پرون په بروکسل کې خبريايالانو ته وويل چې اشرف غني احمدزى د راتلوونکې دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم پرځاى کوي او له هغه وروسته موږ دې ته سترګې په لاره يو چې په څليرويشتو ساعتو کې به له امريکا او ناټو سره موافقه ليکونه لاسليک کړي او موږ به ښايي د راتلوونکى سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د راتلوونکي کال د خپل ماموريت لپاره د تيارى په دريځ کې و اوسو.
همدا اوس د ناټو نږدې څلويښت زره تنه پوځيان په افغانستان کې ديره دي چې څه ناڅه ديارلس زره تنه يې امريکايان دي .
ښايي څه ناڅه دولس زره تنه بهرني پوځيان او له دې جملې څخه اته زره تنه امريکايان په افغانستان کې پاتې شي.
په دغو پوځيانو سربېره د امريکا د خاصو ځواکونو يو زرو اته سوه تنه پوځيان به په افغانستان کې د تروريزم ضد ماموريت ته دوام ورکړي.
د ناټو جګپوړي ډيپلوماتان وايي: که چيرې د افغانستان انتخاباتي شخړو دوه اوونۍ نور هم دوام کړې واى؛ دغه تړون دې ته اړ و چې خپل ټول پوځيان له دغه هيواد څخه وباسي، ځکه د دې ډاډ يې نه درلود چې د روان کال له پاى ته رسيدو وروسته د خپلو عملياتو د دوام لپاره کوم قانوني مجوز ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته