امنیت

د نهضت او د سهيل ټيمونو په خپلو سيالانو بريالي شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٧
د فوټسال د دويم لاس غوره سيالۍ نن په هرات ولايت کې په دوو لوبو سره دوام مومي.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د هيواد او د الهلال او په بله لوبه کې د عمران او د امام فخر ټيمونه لوبه کوي .
د ضيا د څرګندونو له مخې: په دغو سياليوکې د نهضت ټيم د دوو په وړاندې په څلورو سره د درخشان ټيم ته ماتې ورکړه او د سهيل ټيم د يوې په وړاندې  په شپږو سره د ثار پر ټيم بريالى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته