خبرونهاقتصادټولنه

په خوست کې د ۵۰ ميليونو افغانيو په لګښت د ګبيوني دېوالونو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

کابل، د مرغومې ۲۲مه، باختر
د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ګبیوني دېوالونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یادې پروژې د شمل خرم فرعي دریایي حوزې رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت، د یاد ریاست تخنیکي سلاکار انجنیر مجاهدالله، د کرنې او مالدارۍ رئیس محمدزمان عمري، په افغانستان کې د ( اف اې او) مؤسسې مسؤل ریچارډ، د سیمې مشـرانو او ځوانانو په شتون کې پرانستل شوې.
دغه پروژې د (اف اې او) مؤسسې په مالي لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت په چوکاټ کې او د شمل خرم فرعي دریایي حوزې ریاست په نظارت او تخنیکي همکارۍ سره د خوست په درېیو سیمو کې په ۷ سایټونو کې د شاوخوا پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت ترسره شوي دي.
هېره دې نه وي، چې د دغه ګبيوني دېوالونو مجموعي اوږدوالی ۱۹۷۷ متره کېږي او شاوخوا ۵۰ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته